د قطربهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد لومړي وزیر محمدبن عبدالرحمن بن جاسم الثاني دوحه کې د حماس له پلاوي سره د غزې د اوربند په اړه خبرې کړې دي.
د لیدنې پرمهال غزه کې د اوربند د خبرواترو د وروستیو پرمختګونو او د دغو بحثونو د پرمخ بیولو پر لارو چارو خبرې شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: « لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر دوحه کې د حماس له پلاوي سره کتلي او د غزې د اوربند په اړه یې خبرې کړې دي. دغه کتنه کې غزه کې د اوربند د خبرو اترو د وروستیو پرمختګونو او د دغو خبرو اترو د پرمخ بیولو په لارو چارو خبرې اترې شوې دي.»
د فلسطین روغتیايي چارواکو دې وروستیو کې اعلان کړی چې د شنبې پر ورځ د غزې پر ځینو برخو د اسراییلو بریدونو کې لږترلږه ۳۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان دي.
دوی زیاتوي چې د اسراییل پوځ د تېرې جمعې په ورځ د غزې په کمال عدوان روغتون کې له عملیاتو وروسته، د دغه روغتون د طبي کارکوونکو په ګډون ۲۴۰ فلسطینیان نیولي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان پر کمال عدوان روغتون باندې د اسراییلو د برید په غندلو سره ویلي، د غزې د روغتیايي سکتور سیتماټیک لهمنځه وړل، د څه باندې ۷۵زره فلسطینیانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم د شنبې په ماښام د یوې بیانیې په خپرولو سره پر غزې د اسراییلو بریدونه په ځانګړې توګه پر کمال عدوان روغتون برید غندلی او غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د بېړنیو نړیوالو اقداماتو او دایمي حل غوښتنه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کې راغلي: «اسلامي امارت یو ځل بیا د نړۍ او سیمې له هېوادونو غواړي چې د دغو جنایتونو د مخنیوي لپاره بېړني او عملي ګامونه پورته کړي او د فلسطین مسلې ته دایمي حل لاره ومومي چې د فلسطین ولس ته د منلو وړ وي.»
له دې سره د نړیوالو اړیکو یوشمېر کارپوهان وایي، غزه کې د اوربند د رامنځتهکولو د هڅو د ناکامۍ لامل، د جګړې د پای ته رسولو لپاره د نړۍ د جدي او قوي ارادې نشتوالی دی.
د چاروکارپوه اجمل زرمتی وايي: «د اسراییلو پلان دا دی چې غزه کې ښوونځي او روغتونونه وران کړي، څو د دوی تر اشغال لاندې راشي. څو چې امریکا اقدام ونهکړي، اسراییل به بریدونه کوي؛ اسلامي هېوادونه هم اقدام نهکوي، باید یو شي او فشار پرې راولي.»
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې تراوسه ۴۵زر او ۴۸۴ فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۸زره او ۹۰ نور ټپیان شوي.
باید وویل شي چې په دې موده کې تر ۷۰۰ زیات اسرائیلي پوځیان هم وژل شوي دي.