د عامې روغتیا وزارت چارواکو د قطر له هېواد سره په کندهار کې د ۴۰۰ بستریز تخصصي روغتون د جوړولو تړون لاسلیک کړ.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، ټاکل شوې چې د دې روغتون رغنیزې چارې به له دوو کلونو په زیاته موده کې بشپړې شي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي په دې جوړو شویو مراسمو کې وویل: «دا روغتون د قطر هېواد په مالي مرسته د قطر الخیریه موسسې لخوا په دوه نیمو کلونو کې جوړیږي. زه عتماد لرم چې د دې روغتون په جوړلو سره به نه یوازې په کندهار ولایت بلکې په ټوله جنوبي حوزه کې د مور او ماشوم د تخصصي خدماتو اړتیاوو ته رسیندنه وشي.»
په کابل کې د قطر د سفارت چارسمبالي مردف القاشوطي بیا وویل: «دا به د مېندو او ماشومانو د مړینې لوړه کچه راکمه کړي. دا پروژه چې د عامې روغتیا وزارت او د قطر د خیریه بنسټ ترمنځ لاسلیک کېږي، ۴۰۰ بسترونه به جوړ کړي. دغه خدمتونه یوازې د کندهار لپاره نه دي، بلکې د افغانستان سوېلي برخې لپاره دي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د قطر د خیریه بنسټ مشر منعم شاه ویلي چې دا روغتون به په لس زره متره مربع ځمکه کې جوړ شي او د بېړنیو، جراحي، داخله، ولادي او لابراتوار برخې به ولري.
هغه زیاته کړه: «دا یوازې د ودانیزې پروژې خبره نه ده، بلکې د سالمو میندو، د ماشومانو د سالم پیل، اغېزمنې ونډې او د نړیوالو دوامدارو پرمختیایي موخو په تحقق کې د مرستې یوه ژمنه دی.»
د ویلو ده چې له دې وړاندې هم په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر ادوین سنیزا سالوادور ویلي و، د افغانستان ۳۳سلنه خلک روغتایي خدماتو ته لاسرسی نهلري.