Asset 1SWN

قطر: د اسراییلو برید به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي

FILE - Qatar's Prime Minister and Foreign Minister Mohammed bin Abdulrahman Al Thani listens a question with U.S. Secretary of State Antony Blinken in Doha, Qatar, Friday Oct. 13, 2023. Qatar is the go-to mediator in the Israel-Hamas war. On Saturday, Nov. 25, 2023, a Qatari jet landed in Israel's Ben-Gurion International Airport with an urgent task: save the cease-fire deal between Israel and Gaza's Hamas rulers. (AP Photo/Jacquelyn Martin, Pool, File)

د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمدبن عبدالرحمان ال‌ثاني د اسراییلو برید پر خپل هېواد «له خیانته ډک» بللی او ویلي یې دي چې دغه برید به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي.

ال‌ثاني یادې څرګندونې د دوحې په یوې خبري ناستې کې وکړې او زیاته یې کړه چې د اسراییل کړنې د ملکیانو امنیت له ګواښ سره مخ کړی او د کړکېچ کچه یې بې‌ساري لوړه کړې ده.

هغه ټینګار وکړ: «موږ هېڅ ډول د خپلواکۍ نقض نه‌منو او د هر ډول امنیتي سرغړونې پر وړاندې به په پرېکنده ډول عمل وکړو؛ قطر د دې ښکاره برید پروړاندې د ځواب ویلو حق ځان ته محفوظ ګڼي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د قطر لومړي وزیر همداراز وویل چې هېواد یې د حقوقي هڅو لپاره ځانګړې حقوقي ډله جوړه کړې، څو د اسراییل د برید پر وړاندې قانوني اقدام وکړي.

د راپورونو له مخې، د اسراییل پوځ پرون له غرمې وروسته، د حماس د مشرانو یوه غونډه په دوحه کې د هوايي برید هدف وګرځوله چې په ترڅ کې یې د حماس پنځه غړي ووژل شول.

یاد برید ته د نړۍ ګڼ‌شمېر هېوادونو غبرګون ښودلی او د اسراییلو دغه اقدام یې غندلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام