د قطر بهرنیو چارو وزارت یوه بیانیه کې ویلي، د ایران سپاه پاسداران له لوري په العدید اډې توغندیز برید په کلکه غندي.
بیانیه کې ویل شوي چې په العدید اډې د ایران برید د قطر د حاکمیت، هوایي حریم او نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی.
بیانیه کې راغلي چې: “قطر حق لري چې د سرغړونې د نوعیت او اندازې او د نړیوالو قوانینو سره سم مستقیم ځواب ورکړي.”
بیانیه کې ویل شوي چې د قطر هوایي دافع سيستم دغه برید شنډ کړي دي. قطر ټینګار کړی چې دغه ډول اقدامات د سیمې امنیت او ثبات کمزوری کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ایران تېره شپه قطر کې د امریکا په پوځي اډې توغندیز برید وکړ.
ایران داسې مهال قطر کې د امریکا په پوځي اډې توغندیز برید کړی چې د یکشنبې په سهار امریکا د ایران په دریو اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل.
تر هغه برید وروسته ایران ګواښ کړی وو چې امریکا ته به سخت ځواب ورکړي.