Asset 1SWN

سلام وطندار

عبدالمتین قانع: نشه‌يي توکي له پاکستانه هېواد ته رالېږدول کېږي

0999cc58-fea8-478c-80d7-dbc331d68c82

د کورنیو چارو وزارت اړوند له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت مسوولان وايي چې د کابل په ده سبز ولسوالي کې ۱۸۰زره کیلوګرامه نشه‌يي توکي سوځول شوي دي.

د یاد وزارت د نشه‌يي توکو سره د مبارزې معین قاسم خالد وايي چې دغه نشه‌يي توکي له قاچاق وړونکو څخه د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ترلاسه شوي او په تړاو یې، ۷۵۰ قاچاق وړونکي هم نیول شوي او عدلیي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

هغه وویل: «نږدې ۱۸۰ زره کیلوګرامه نشه‌يي توکي د امنیتي ځواکونو له‌خوا ضبط شوي دي او د دې مقدار موادو په تړاو د ۷۵۰ قاچاقبرانو دوسیې عدلي او قضایي ادارو ته لېږل شوي دي.»

قاسم خالد زیاتوي چې د قاچاق وړونکو اړوند د جزا قانون د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري نافذ شوی او د یاد قانون له مخې به له قاچاق‌وړونکو سره پرېکړه کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي چې صنعتي نشه‌يي توکي تر ډېره له نورو هېوادونو له هغې ډلې له پاکستانه افغانستان ته واردېږي.

هغه وویل: «موږ دلایل او شواهد لرو چې د سیمه‌ییزو هېوادونو نه، د موادو مخدره عصري ډولونه واردېږي؛ سره له دې چې مبارزه کېږي او مقدار یې لږ دی او مجرمین مسلکي کار کوي او امنیتي ځواکونه هم ښه کار کوي، بیا هم دا مواد د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان نه افغانستان ته راوړل کېږي.»

د اسلامي امارت مسوولان ټينګار کوي چې هېواد کې د نشه‌يي توکو کښت، تولید او قاچاق صفر ته راښکته شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام