د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپلو خلکو ته د نوي عیسوي کال د مبارکۍ پیغام کې ویلي چې روان ۲۰۲۵کال کې به روسیه په لوړ بارو مخته لاړه شي.
هغه په دغه پیغام کې د روسیې اقتصاد او اوکراین کې د روانې جګړې په تړاو ځانګړی پیغام نهدی ورکړی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي د روسیې ننګونې د پراخ تاریخ یو ماموریت بللی او په وینا یې، روسیې پر ټولو ازموینو بری ترلاسه کړی او خپلو موخو ته رسېدلې.
نوموړي وویل: «اوس د نوي کال په درشل کې یوو، موږ راتلونکې ته فکر کوو. موږ ډاډه یو چې هر څه به ښه شي؛ موږ یوازې مخکې ځوو. موږ په پرېکنده توګه پوهېږو چې د روسیې برخلیک، د هېوادوالو هوساینه زموږ ارزښت دی او وي به.»
د نوي کال په تړاو د هغه درې نیمې دقیقې خبرې بېګاه وخت د روسیې په بېلابېلو سیمو او وختونو کې خپرې شوې.
پوتین په دې وینا کې د روانې جګړې په تړاو څه ونهویل او نه یې هم د یادې جګړې پای ته رسولو په اړه اشاره وکړه.