Asset 1SWN

پوتین د روسیې د اټومي ځواکونو د چمتووالي له مانور څارنه کړې

Untitled

د روسیې ولسمشر ولادېمېر پوتین د دغه هېواد د اټومي ځواکونو له پراخ مانور څخه څارنه کړې چې په‌کې د وچې، سمندر او هوا له لارې د توغندیو ازمایښتونه شوي دي.

دغه پوځي مانور پرون چهارشنبه، د اکتوبر ۲۳مه شوی دی.

د روسیې د دفاع وزارت په وینا، د یاد مانور موخه د اټومي ځواکونو د قومنداني جوړښت او چمتووالي ازموینه وه. په تمرین کې له یوې فضایي اډې څخه د «یارس» منځ‌واټن ویشتونکی توغندی، له بارنتس سمندر څخه د یوې اټومي اوبتلې له لوري د «سینیوا» بالستیک توغندی او له ستراتیژیکو بم‌وړونکو الوتکو څخه د اټومي وړتیا لرونکي کروز توغندي توغول شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


کریمېلن ویلي چې ټول ازمایښتي توغندي په بریالیتوب سره خپلو هدفونو ته رسېدلي او د ځواکونو د چمتووالي کچه لوړه ارزول شوې ده.

یاد مانور په داسې مهال کېږي چې ناټو هم د خپلو اټومي ځواکونو د تمرینونو لړۍ پیل کړې چې شنونکي یې د روسیې له لوري د ځواک د ښودنې او د نړېوالو لپاره د اټومي خبرداري یو ډول پیغام بولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام