Asset 1SWN

سلام وطندار

پوتین: ناټو به له روسیې سره جګړه کې ښکېل شي

Putin-pejqbw3czgqu8iafibyyx6lrf20nxaaxrozuv87gjs

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وايي، که اوکراین د اوږد واټن وېشتونکو وسلو څخه استفاده وکړي، ناټو به له روسیې سره په جګړه کې ښکیل شي.

نوموړي خبرداری ورکړی، که لوېدیځ هېوادونه اوکراین ته اجازه ورکوي چې روسیه کې دننه د لرې‌واټن وېشتونکو وسلو څخه کار واخلي، نو په دې مانا به وي چې ناټو له روسیې سره جګړه کې ښکېله ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه پرون پنج‌شنبه سپټمبر ۱۲مه د روسیې دولتي ټلوېزیون ته وویل: «دا به د جګړې د پام وړ ماهیت بدل کړي. دا به په دې معنی وي چې د ناټو هېوادونه، امریکا او اروپايي هېوادونه به روسیې سره د جګړې په حال کې دي.»

پوتین له یاد ټلوېزیون سره په مرکه کې ټینګار وکړ، روسیې ته د ګواښ په صورت کې به اړینې پرېکړې او ګامونه واخیستل شي. «که داسې وي، نو د دې جګړې د ماهیت بدلون ته په کتو، هغه ګواښونه چې موږ ته متوجه کېږي، مناسبې پرېکړې به ورته ونیسوو.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پوتین دغه څرګندونې یوه ورځ وړاندې له هغې کړي چې ټال شوې نن جمعه د برېټانیا لومړی وزیر کایر سټارمر او د امریکا ولسمشر جوبایډ اوکراین ته د لرې واټن وېشتونکو وسلو د کارولو اجازې په اړه خبرې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام