ایران کې د حکومت پر ضد پیل شوي اعتراضونه تېرو شپاړسو ورځو راهیسې دوام لري او نور هم پراخ شوي.
د راپورونو پر اساس، دغه اعتراضونه داسې مهال دوام لري چې ویل شوي امنیتي ځواکونو مختلفو سیمو کې پر اعتراض کوونکو ډزې کړي.
ایراني مشران هڅه کوي هغه څه چې «د اسراییلو او امریکا توطیه» یې بولي، د ځپلو او تاوتریخوالي له لارې اعتراضونه مهار کړي.
تر دې دمه، د ایران واټونه د معترضانو تر کنټرول لاندې دي. د امنیتي ځواکونو ځپنه اغېزمنه نه ده تمامه شوې او نړیواله ټولنه یو په بل پسې له معترضانو سره خپل ملاتړ او همغږي اعلانوي.
د ایران حکومت د اعتراضونو د پراخېدو په غبرګون کې د مخابراتي اړیکې او انټرنیټ په بشپړه توګه پرې کړی، هغه اقدام چې له دغه هېواده د مالوماتو شریکول یې له جدي ستونزو سره مخ کړي.
د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس د خپلو سرچینو په خبره راپور ورکړی چې تراوسه د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د امنیتي ځواکونو د مستقیمو ډزو له امله ۱۱۶ اعتراضکوونکي وژل شوي.
امریکا تر بل هر هېواد زیات، په ایران کې روان اعتراضونه تر څار لاندې لري.
والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي چې د ټرمپ د ادارې مسوولانو پر ایران د برید د څرنګوالي په اړه لومړنۍ خبرې کړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي چې ایران کې روان اعتراضونه د بهرنیو لوبغاړو، په ځانګړي ډول اسراییل لهخوا د ناوړه استفادې وړ ګرځول شوي.
ښاغلي فیدان ټینګار کړی چې دغه لوبغاړي په ایران کې د لا ډېرې بېثباتۍ په لټه کې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ایران مذهي مشر علي خامنهيي تازه غبرګون کې معترضان «ورانونکي او زیانرسوونکي» بللي او ټینګار یې کړی چې دوی د ټرمپ په غوښتنه خپل هېواد ته زیان رسوي.
د صداوسیما خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د انتظامي ځواکونو عمومي قومندان احمدرضا رادان تازه ویلي چې د امنیتي او انتظامي ځواکونو ترمنځ د مناسبې همغږۍ له امله، د «اغتشاشګرو» پر وړاندې د چلند کچه لوړه شوې.
د ایران د چارو شنونکی وليزاده له سلاموطندار سره مرکه کې وایي چې ایران کې پراخ اعتراضونه د دې هېواد د دولت د کلونو ناسمې سیمهییزې تګلارې پایله ده.
«د ایران اعتراضونه د لسګونو کلونو د ناکامو سیاستونو پایله ده او د ایران د خلکو غوښتنه منطقي ده. په ایران کې اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی. د ایران حکومت دغه اعتراضونه په بشپړ شدت سره ځپي. بعیده نه ده چې د افغانستان مهاجره ټولنه هم له زیانونو خوندي پاتې نه شي.»
ښاغلی وليزاده زیاتوي، که د ایران حکومت خلکو ته مراجعه ونه کړي، نو ایران ته به د امریکا د پوځي مداخلې زمینه برابره شي.
«د امریکا حکومت ګواښ کړی. که د ایران حکومت خلکو ته رجوع ونه کړي، دا به امریکا ته د مداخلې پلمه شي. که امریکا برید وکړي، دا به پخپله په سیمه کې د جګړې دروازې پرانیزي.»
سره له دې چې ایران کې اعتراضونه د ځپلو او تاوتریخوالي له لارې مهارېږي، خو عملي تجربه د اعتراضي روحیې او پوښتنهګر فکر د زیاتېدو ښکارندویي کوي. معترضان پر خپلو غوښتنو ټینګار کوي، خو د ایران حکومت لا هم پر سخت چلند او د هغوی پر ځپلو ټینګ ولاړ دی.