Asset 1SWN

بنګله‌دېش کې اعتراض‌کوونکي د لومړۍ وزیرې د استعفا غوښتنه کوي

Unidentified miscreants set a public bus on fire during a countrywide strike from dawn to dusk called by the Bangladesh Nationalist Party (BNP), protesting against the alleged police attacks on their Saturday rally in Dhaka, Bangladesh, October 29, 2023. REUTERS/Mohammad Ponir Hossain

په بنګله‌دېش کې د دولت ضد لاریونونو او اعتراضونو په نویو څپو کې شاوخوا ۲۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

پوليسو د هغو لسګونو زرو لاريون‌کوونکو د خورولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز کارولی او لاسي بمونه يې پرې غورځولي چې د لومړي وزيرې شیخ حسینې د استعفا غوښتنه يې کوله.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د وژنې راپورونه په پلازمېنه ډاکه او شمالي ولسوالیو بوګورا، پبنا، رنګ‌پور او همدارنګه په لوېدیځ ماګورا، په ختیځ کومیلا، او په سوېل کې د بارسل او فیني سیمو کې ورکړل شوي دي.

دغه لاریون د جولای میاشت د هغو اعتراضونو لړۍ ده چې د زده‌کوونکو له‌خوا د دولتي دندو د سهمیه‌بندۍ د ختمېدو غوښتنه کوي.

یاد لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي چې تراوسه په‌کې شاوخوا ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

د بنګله‌دېش حکومت ۳۰سلنه دولتي دندې، د هغو سرتېرو کورنیو ته ځانګړې کړي چې په ۱۹۷۱ کال کې یې، له پاکستان د خپلواکۍ جګړه کې برخه اخیستې وه. لاریون‌کوونکي د یاد سېسټم د لغوه کېدو غوښتونکي دي.

د تاوتریخوالو له زور اخیستلو وروسته د بنګله‌دېش سترې محکمې ۵سلنې او د قربانیانو کورنیو ته د دولتي دندو د ورکړې سلنه درېوو ته راټیټه کړه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

یاد اعتراضونه اوس د دولت ضد پر یوه غورځنګ بدل شوي چې د تېرې یوې اوونۍ پرمهال شاوخوا ۱۱ زره لاریون‌کوونکي نیول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام