د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت مسوولان وايي، د اسلامي امارت مشر د ډیورنډ فرضي کرښې او ۷ ولایتونو نورو سرحدي سیمو اوسېدونکو لپاره د یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۳۴۳ پراختیايي پروژې منظور کړي دي.
د دغه وزارت د سرحدونو د ارزونې مرستیال محمد اسماعیل غزنوي نن (دوشنبه، جوزا ۲۶) کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دغه پروژې د ښوونې، روغتیا، مخابراتو او سړک جوړولو په برخه کې تطبیق کیږي.
«د ډیورنډ فرضي کرښې او د ۷ ولایتونو سرحدي سیمو اوسېدونکو لپاره د ښوونې، روغتیا، مخابراتو او سړک جوړونې برخو کې ۳۴۳ پراختیايي پروژې منظور شوي چې له دې جملې ۷۶ یې تر کار لاندې دي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولان زیاتوي چې دغه پروژې ننګرهار، نورستان، کونړ، خوست، لوګر، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې عملي کیږي.
د دغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس تسلیمالله حقاني وویل، د دغو پروژو د تطبیق لومړی پړاو له نورستان ولایت څخه پیل شوی.
«مونږ دغه پروژې عملآ په نورستان ولایت کې پرانیستي، کامدېش او پرګمتال ولسوالیو کې ۷ پروژې منظور شوي او په ۵ پروژو کار پیل شوی. د اوبو رسولو او سړکونو جوړولو په برخه کې دي.»
د یادونې ده چې اسلامي امارت تر دې وړاندې ډیورنډ فرضي کرښې او د هېواد د نورو سرحدي سیمو اوسېدونکو ستونزو ته د رسېدنې لپاره یوه کمیټه رامنځ ته کړې وه، ترڅو له لارې یې د یادو سیمو اوسېدونکو لپاره بېلابېلو برخو کې معیاري خدمات برابر کړي.