د پروان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د څه باندې ۷۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۶ پراختیايي پروژې منظور شوې دي.
د پروان د اقتصاد رییس مجیبالله رحیمي سلاموطندار ته وویل چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ۷۸ میلیونه، ۱۹۷زره او ۴۵۶ افغانیو په ارزښت پروژې منظور شوي.
هغه زیاته کړه چې دا پروژې به د دغه ولایت په مهمو برخه کې پلې شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، اته پروژې د ۱۴۰۳ کال اړوند دي چې د بشپړېدو په حال کې دي او اته نورې پروژې د یاد ولایت د بېلابېلو سیمو د اوسېدونکو اړتیاوو ته په کتو پلې کېږي.
د پروان د اقتصاد رییس مجیبالله رحیمي ټينګار وکړ چې یادې پروژې به نه یوازې د دغه ولایت اقتصادي او ټولنیزې ودې لامل شي، پر حکومت به د خلکو باور هم پیاوړی کړي.