Asset 1SWN

سلام وطندار

پنجشېر کې د ۱۱۰میلیون افغانیو په ارزښت پروژې بشپړې شوې

پروژې پنجشېر

د پنجشېر محلي مسوولان وايي، پریان او دره‌ ولسوالیو کې د ۱۱۰ میلیون افغانیو په ارزښت ۶۲ پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لټون نن (دوشنبه، قوس ۲۴) سلام‌وطندار ته وویل، یادې پروژې د اسلامي امارت، یونپس او نړیوال بانک په مالي ملاتړ د اکتید موسسې له لوري تطبیق شوي.

دغو پروژو کې د اوبو ذخیرو، کانالونو، استنادي دېوالونو، سړکونو، پیاده لارو او کانکریټي زینو جوړول شاملیږي.

ورته وخت کې د پنجشېر د اقتصاد رییس فیض‌الباري بهار وویل، د دغو ۶۲ پروژو له جملې څخه ۳۲ پروژې چې ارزښت یې ۵۳ میلیون افغانۍ کیږي، د کرنې په برخه کې تطبیق شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همدارنګه د ترانسپورت په برخه کې ۱۴ پروژې چې ارزښت یې ۲۴ میلیون افغانۍ دی عملي شوي او د پیاده لارو استنادي دېوالو پر جوړولو هم ۲۰ میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی.

د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لټون دغه‌راز وویل چې د دغه ولایت والي محمد اغا حکیم د یادو پروژو د پرانیستې مراسمو کې د راتلونکي کال لپاره هم د څو نورو پروژو د تطبیق خبر ورکړ.

هغه ویلي چې د یادو پروژو په چوکاټ کې د ۱۰ میګاواټه برښنا د تولید په ظرفیت سره د برښنا د یوه نوي بند احداث، د سب‌استېشن منظوري او د پنجشېر پوهنتون د تاسیساتو، د ولایتي روغتون او د پنجشېر تخار ـ سړک د جوړولو کار پیلېدل شاملیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام