Asset 1SWN

سلام وطندار

د پکتيا زندان رياست کې په ۱۰ميليونه افغانيو پروژې بشپړې شوې

f54c3146-1416-4618-b61d-1b32e21c1059

د پکتيا زندان رییس قاري عبدالغني عادل د يادو پروژو د پرانيستې مراسمو کې وويل چې د زندان په داخل کې د يو مسجد په ګډون د يو نوي تعمير جوړيدل، د پخوانيو تعميرونو ترميم، د زندان لپاره برښنا ترانسفرمر لګول، د زندانيانو سره د ملاقات لپاره ځانګړي ځایونو جوړول او د تشنابونو جوړول پروژې بشپړې او ګټې‌اخيستنې ته سپارل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې تر دې وړاندې په تعميرونو کې ځينې ستونزې او نيمګړتياوې وې چې د يادو پروژو په بشپړېدو سره به زندانيانو ته ګڼې اسانتياوې برابرې شي.

په يادو مراسمو کې د زندانونو چارو سمون ادارې د ښوونې او روزنې رییس نظرمحمد ناصري وويل، په اوس وخت کې د هېواد په کچه زندانونه د شکنجو پر ځای په تعليمي مرکزونو بدل شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه زیاته کړه چې پخوا به په زندانونو کې زندانيانو ته شکنجې، تحقير او بېلابېل ظلمونه ورسره کېدل، خو واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته زندانونو کې هر ډول شکنجې او تحقير پای ته رسېدلی او زندانيانو ته علمي برنامې جوړيږي.

نوموړي په وینا، که د هر زنداني سره ناوړه چلند وشي، د هغه پوښتنه کېږي او په ټولو زندانونو کې ورته اړين سهولتونه برابر شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام