د پکتیکا ولایت مقام نن يکشنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي، د اروپايي کمیسیون په مالي ملاتړ او د اويک مؤسسې په تخنيکي همکاري برمل او ارګون ولسوالیو کې د شاوخوا يونيم ميليون ډالرو په لګښت بيلابيلې پروژې پلې کيږي.
خبرپاڼه کې راغلي چې يادې پروژې به د کرنې، پېښو پر وړاندې د مبارزې او صنعت او سوداګرۍ ریاستونو په چوکاټ کې تطبیق شي چې ۴۱۵ کورنیو ته د کرنیزو کڅوړو وېش، ۳۶۰ کورنیو ته د سبزیجاتو باغچو جوړول، ۲۰ کورنیو ته د شنو خونو جوړول، ۲۴۰ کورنیو ته د څارویو خوراکي توکي، ۲۱۰ کورنیو ته د چرګانو وېشل، ۲۱۰ کورنیو ته د وزو وېشل، د ۲۵ مټریک ټنو په ظرفیت د سړو خونو جوړول، د طبیعي خطرونو سره مخ سیمو کې د ۱۲ بېلابېلو پروژو پلې کول او خلکو ته د کوچنیو کاروبارونو جوړول شامل دي.
د دغو پروژو چارې به د دوو کلونو په جریان کې بشپړې شي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې دغه پروژې د اقلیمي بدلون د منفي اغيزو کمولو، د زیانمنونکو ټولنو د پیاوړتیا او اقتصادي ثبات د ټینګښت په موخه پلي کېږي.