د اسلامي امارت رییس الوزرا خپل اختریز پیغام کې له هېوادوالو غوښتي چې د پاکستان بمباریو کې د زیانمنو شویو او راستنېدونکو افغانانو لاسنیوی وکړي.
ملا محمد حسن اخوند دغه پیغام کې ویلي چې د اختر ورځو کې د اړمنو او بېځایه شویو وضعیت ته لاسرسی یو اسلامي مسوولیت دی.
د ده په وینا، هېوادوال دې د خوشحالۍ په دغو ورځو کې د همدردۍ او همکارۍ له روحيې سره، د زیانمنو کورنیو، راستانه شویو کډوالو او اړمنو کسانو پر لور د مرستې لاس وغځوي.
هغه ټینګار کړی چې له بېوزلو سره دې ځکه مرسته وشي چې هغوی هم د اختر په خوښیو پوه شي.
رییسالوزرا ټینګار کړی چې د اختر په څېر ځانګړو مناسبتي ورځو کې له زیانمنو سره مرسته یو انساني او اسلامي مسوولیت ګڼل کېږي او کولی شي هېواد کې ټولنیز یووالی لا پیاوړی کړي.
هغه همدارنګه ټولو افغانانو ته د کوچني اختر مبارکي وړاندې کړې او د هېواد لپاره یې د سولې، ثبات او هوساینې هیله څرګنده کړې ده.