Asset 1SWN

سلام وطندار

له ۴۰کلنۍ وروسته اومېندواري؛ ډاکټران: ځینې خطرونه لري

https___archive-images.prod.global.a201836.reutersmedia.net_2021_08_28_2021-08-28T231403Z_41628_MRPRC2MBP97QJZ9_RTRMADP_0_AFGHANISTAN-CONFLICT-ITALY

ډاکټران وايي چې له څلوېښت کلنۍ وروسته د مېرمنو اومېندواري له فیزیولوژیکي اړخه د ښځو د بدن د بدلونونو له امله اړتیا ده چې په تخصصي توګه یې، ساتنه او مراقبت وشي.

دا دوره له جسمي او رواني اړخه خپلې ستونزې لري او له ټولنیز او طبي پلوه کولای شي چې پر مېرمنو ډېر فشار راوړي. هغه مېرمنې چې له څلوېښت کلنۍ وروسته فاریاب کې اومېندواره شوي، له جسمي ستونزو سربېره، د مالي او معنوي ملاتړ نشتوالي او کورنیو شکایت لري.

نیلوفر چې له ۴۰کلنۍ وروسته اومېندواره شوې، وايي: «حامله شوم، شکر دی، لور مې وزېږېده. کله چې حامله شوم، ورور مې ډېر ملامته کړه، ځکه عمر مې زیات و. ورور مې چې ډاکټر دی، راته ویل: په دې عمر کې اومیند کیدل ستونزمن دي او د زېږون پرمهال خطر لري.»

۴۵کلنې سایدې هم وویل: «له څلوېښت کلنۍ وروسته مې د اومیندوارۍ حالت د پخوا په څېر نه‌و. مخکې مې حوصله او شیمه لرله، خو له څلوېښت کلنۍ وروسته دا زغم نه‌و. د ډاکټرانو په وینا، سره له دې چې درمل او مغذي خواړه مې کارول، خو بدن مې کمزوری و. له دې سره سره مې درې ماشومان وزېږول.»

په ورته وخت کې، شکریه کوشا، د فاریاب د نسایي -ولادي ډاکټره، ټینګار کوي چې هغه ښځې چې له څلوېښت کلنۍ وروسته حامله کېږي، باید له نږدې څارنې لاندې وي. کوشا وایي: «له څلوېښت کلنۍ وروسته ښځې کولای شي بریالی ولادت ولري، خو ځینې خطرونه هم شته، لکه د اومیندوارۍ پرمهال لوړ فشار، د وخت نه مخکې زېږون او یا دا چې د طبیعي ولادت توان نه‌لري.»

د ډاکټرانو په وینا، د څلوېښت کلنۍ وروسته اومیندواري باید د متخصص ډاکټر تر دوامداره څارنې لاندې وي، څو د مور او ماشوم روغتیا خوندي پاتې شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د څلوېښت کلنۍ وروسته د ښځو امیندوارۍ هغه موضوع ده چې ډېر وخت د خلکو د ناسم باورونو او اندېښنو تر سیوري لاندې پاتې شوې ده. د فاریاب د نسایي- ولادي ډاکټره، مریم قاریزاده وایي چې ښځې کولای شي تر ۵۰ کلنۍ پورې اومیندواره شي، که چېرې کومه جدي روغتیايي ستونزه ونه‌لري.

هغه وايي: «یوه مېرمن کولای شي تر ۵۰ کلنۍ پورې اومیندواره شي، ځکه له ۵۰ تر ۵۵ کلنۍ وروسته د منوپوز (د حیض بندېدو) پړاو ته داخلېږي. په دې عمر کې د ښځې د تخمدان فعالیت درېدلی وي او حیض هم بندېږي، نو نور د امیندوارۍ وړتیا نه‌لري.»

بل‌خوا، سیوګلی قاچمس، بله د نسایي او ولادي ډاکټره، وايي چې د خلکو په منځ کې یو عام ناسم باور شته، چې ګوندې ښځې له څلوېښت کلنۍ وروسته نور امیندواره کېدلی نه شي.

نوموړې وویل: «ځینې خلک باور لري چې ښځې له څلوېښت کلنۍ وروسته نه شي امیندواره کېدای، خو دا خبره ناسمه ده. که ښځې له ډاکټر سره مشوره وکړي او د طبي پاملرنې تر سیوري لاندې وي، نو کولای شي په طبعي ډول امیندواره شي او بریالۍ امیندوارۍ ولري.»

د روغتیايي کارپوهانو په باور، که څه هم د عمر له زیاتېدو سره د اومیندوارۍ خطرونه لوړېږي، خو د سمو طبي لارښوونو، منظمې څارنې او مناسبې تغذیې په مرسته ښځې کولای شي، له څلوېښت کلنۍ وروسته هم روغ او خوندي زېږون ولري.

د ارواپوهنې متخصص ډاکټر عبدالمنان حقیار، ټینګار کوي چې د ذهني ناروغیو او احساساتي فشارونو اغېزې باید جدي ونیول شي.

حقیار وایي: «ذهني ناخوښۍ لکه خپګان، اضطراب، سترس او نور رواني اختلالات کولای شي، پر ښځو او نارینه‌وو دواړو ژور منفي اغېز وکړي. دا حالت د اومیندوارۍ د شونتیا، هورموني توازن او د زېږون پر سلامتۍ بد اغېز پرېږدي.»

کارپوهان زیاتوي، د اومیندوارۍ موده د ښځې د ژوند یو ډېر مهم پړاو دی او د مور او ماشوم د سلامتۍ لپاره باید نه‌یوازې طبي پاملرنه، بلکې رواني او ټولنیز ملاتړ هم موجود وي.

د روغتیايي متخصصانو په باور لوړ عمر کې اومیندوارۍ په اړه د کورنیو او ټولنې پوهاوی ډېر مهم دی. د مثبت چلند، ملاتړ او منظمې څارنې په مرسته، دا مېندې کولای شي له دې پړاو څخه په سلامتۍ او ډاډه تېرې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام