Asset 1SWN

سلام وطندار

نورستان کې په ۱۳.۱ میلیون افغانۍ قیمتي ډبرې وپلورل شوې

نورستان قیمتي ډبرې

د نورستان ځایي مسوولان وایي چې د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ په پشګر دره کې له کانونو تر لاسه شوي ۱۴ کیلوګرامه بیروج د ازادې دواطلبۍ په ترڅ کې په ١٣.١ ميليون افغانيو وپلورل شول.

د پلورل شویو قیمتي ډبرو ١٠ سلنه عاید چې ١.٣  میلیون افغانۍ کیږي، د دولت خزانې ته تحویل شوی.

د نورستان ولایت د مطبوعاتو مسوول فریدون صمیم وایي چې په یادې داوطلبۍ کې ۴۰ کورنیو سوداګرو ګډون کړی وو.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم د نورستان ولايت په ختيځ، لوېديځ او مرکزي سيمو کې په زياته کچه قيمتي ډبرې د ازادې بولۍ له لارې پلورل شوي چې له امله يې د دولت په عوايدو کې د پام وړ زياتوالی راغلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام