Asset 1SWN

سلام وطندار

د نورالجهاد ـ پُل‌هاشمي برښنا لېږد مزي پروژې عملي چارې پیل شوې

G7oVcMTbAAAHhg1

د برښنا شرکت هرات کې له نورالجهاد څخه تر پُل‌هاشمي پورې د ۲۲۰ کېلو ولټ برښنا لېږد مزي غځولو پروژې عملي چارې پیل کړې.

د برښنا شرکت نن (دوشنبه، قوس ۱۷) پر اېکسپاڼه لیکلي چې تخنیکي ټیمونو یې د لومړنۍ سروې، تفصیلي سروې او د پایو د ځایونو له ټاکلو وروسته د مزي وروستی مسیر په بریالیتوب تثبیت کړی.

دغه شرکت زیاته کړې چې دامهال سیمه کې جیوتخنیک سروې روانه ده چې په کې کېندنې، د خاورې نمونو اخیستل او ازموینې شاملې دي، څو د بنسټونو لپاره ډاډمن ډیزاین ترسره شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د برېښنا لېږد مزي غځونې دا پروژه د باثباته برښنا د تأمین لپاره حیاتي ارزښت لري.

د افغانستان برښنا شرکت ډاډ ورکړی چې دا پروژه به د نړیوالو معیارونو له مخې، په خپل ټاکلي وخت بشپړه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام