د پکتيا د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي چې د سوېل ختيځ زون په څلورو ولايتونو پکتيا، پکتيکا، غزني او خوست کې به ۱،۳ ميليونه تر پنځه کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسين ورکړل شي.
د ياد کمپاين د پرانېستې په مراسمو کې د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکټر معراج ګل عادل وويل چې پکتيا کې به ۲۵۸ زره ماشومان واکسين شي.
هغه دغه راز وويل چې ياد کمپاين به جوماتونو او يا هم د کليو په مشخصو هجرو کې ترسره کېږي.
د ياد پرګرام پرانېستې مراسمو کې د پوليو عمومي مسول ډاکټر شمشېرخان وويل چې د پکتيا په ګډون په ټولو ولايتونو کې د پوليو ويروس خطرات موجود دي.
هغه وويل چې د پوليو ويروس په ګاونډي، پاکستان کې زيات دی او له همدې امله سرحدي ولايتونو کې د پوليو خطرات ډېر وي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، د پکتيا سوېل ختيځ زون د ولايتونو له مختلفو سيمو د اوبو سمپل اخيستی چې پایلې یې ښي، دغه ولایتونو کې د پوليو ويروس نښې شتون لري. پکتيا اوسېدونکي هم د پوليو واکسين کمپاين پيل ته خوښي څرګندوي.
د پکتيا اوسېدونکي قاري ايوب صابر سلاموطندار ته وويل چې د عامې روغتيا رياست او اړوند ادارې دې د پاکستان څخه راتلوونکو کوچيانو او همداشان لرې سيمو ته خپل ځانګړي ټيمونه د پوليو واکسين تطبيق لپاره واستوي.
هغه همداراز له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د پوليو خطرناک ويروس څخه د خپلو ماشومانو ژغورنې لپاره دې د پوليو واکسين ورته تطبيق کړي.