Asset 1SWN

سلام وطندار

۱۶ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

پولیو واکسین

د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو ادارو په ملاتړ د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو واکسین پنځم فرعي کمپاین نن دوشنبه پیل کړ.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وویل، د ماشومانو د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین دغه کمپاین د څلورو ورځو لپاره د هېواد په مرکزي، سویلي، ختیځ، لوېدیځ، سوېل ختیځ، شمال او د شمال ختیځې حوزې د ۱۶ ولایتونو په ۱۶۸ ولسوالیو کې پلي کېږي.

په دغه کمپاین کې به شاوخوا ۷.۲ میلیون له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شي.

د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د دغه کمپاین د پیل په مناسبت ویلي چې دغه وزارت له خپلو نړیوالو شریکانو سره په ګډه ژمن دی افغانستان کې د پولیو ویروس مخنیوی وکړي.

«د دې څلور ورځني کمپاين په لړ کې به ۷.۲ ميليون له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان د پوليو واکسين ترلاسه کړي. د عامې روغتيا وزارت هڅه کوي، د نورو خدمتونو د معياري کولو ترڅنګ، د وقايوي تدابيرو د پلي کولو له لارې سيمه کې د ټولو ساري ناروغيو د خپرېدو مخه ونيسي. له ديني عالمانو او بانفوذه اشخاصو څخه غوښتنه کوو چې زموږ له واکسيناتورانو سره په سيمو کې همکاري وکړي، څو د واکسين د سم تطبيق له لارې د دې ويروس مخه ونيول شي.»

يو شمېر کورنۍ د پوليو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسين د کمپاين له پيل هرکلی کوي او وايي، د خپلو ماشومانو لپاره د دې واکسين د تطبيق له لارې غواړي د هغوی د راتلونکي روغتيا خوندي کړي.

نصرالدين چې د کندز اوسېدونکی دی او په دوامداره توګه خپلو ماشومانو ته د پوليو واکسين تطبيقوي، له نورو کورنيو هم غوښتنه کوي چې د ماشومانو لپاره د دې واکسين په تطبيق کې جدي پاملرنه وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


«موږ ډېر خوښ يو چې زموږ په ولايت کې د پوليو واکسين کمپاين پيل شوی او زموږ ماشومان واکسين کېږي. له هغو روغتيايي کارکوونکو څخه مننه کوو چې راځي او زموږ ماشومان واکسين کوي، او له هغو کورنيو چې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان لري غوښتنه کوو چې خپلو ماشومانو ته دا واکسين تطبيق کړي، څو د هغوی د فلج کېدو مخه ونيول شي.»

دې سره، متخصص ډاکټران هم د ماشومانو لپاره د پوليو واکسين پرله‌پسې تطبيق حياتي بولي او د روغتيايي ټيمونو سره د کورنيو پر همکارۍ ټينګار کوي.

د ماشومانو د داخله ناروغيو متخصص ډاکټر شريف صديقي په دې اړه وايي:

«پوليو يوه خطرناکه ناروغي ده چې د ماشومانو د دايمي فلج سبب ګرځي، خو له نېکه‌مرغه د واکسين له لارې د مخنيوي وړ ده. له کورنيو غواړو چې د روغتيايي ټيمونو د راتګ پر مهال خپل تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسين کړي، حتا که څو ځله واکسين شوي هم وي؛ د دې واکسين تکرار هېڅ زيان نه لري. خپلې دروازې د روغتيايي ټيمونو پر مخ خلاصې پرېږدئ، څو خپل مسووليت په سمه توګه ترسره کړي. راځئ چې په ګډه له پوليو پاک افغانستان جوړ کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې د روان ميلادي کال په ترڅ کې د اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د پولیو ناروغۍ د بشپړې له‌منځه وړلو په موخه، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د واکسين ۹ کمپاينونه پلي کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام