د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې نن دوشبنه، تلې پنځمه، د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شوی چې تر چهارشنبې ورځې به دوام وکړي.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وویل، دغه کمپاین کابل، ننګرهار، لغمان، کنر، نورستان، کندهار، هلمند، زابل، ارزګان او کندز ولایتونو کې پیل شوی چې په ټولهییزه توګه به ۱۰ ولایتونو کې تر ۵ کلنۍ کم عمره ۵،۳ میلیون ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وينا، یاد کمپاين به پنځه ورځې وروسته په هرات کې هم پیل شي. «نن په ۱۱ ولایتونو کې د پولیو واکسین ضد فرعي کمپاین پیل شو او درې ورځې به دوام وکړي او دې موده کې به ۵.۳ میلیونه ماشومان واکسینشي. له کورنیو، دیني عالمانو او قومي مشرانو غواړو چې له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي.»
یوشمېر ډاکټران او واکسیناتوران کور په کور د ګوزڼ ضد واکسین پر تطبیق د بندیز لګولو په اړه اندېښمن دي او وایي، دا د دې لامل کېږي چې یوشمېر ماشومان د واکسین له اخیستو څخه بې برخې پاتې شي.
کابل کې واکسیناتوره فاطمه رضایي وايي: «اوس د اسلامي امارت له لوري محدودیت لګول شوی چې کور په کور به نهګرځو، له کورنیو غواړو چې همکاري وکړي او موږ سایټونه لرو، ماشومان دې واکسین ته راولي، دا به ښه شي؛ که همکاري ونهکړي، دوه درې ورځې به واکسین وي او نور ماشومان به پاتې وي او دا پروسه به ښه مخته لاړه نهشي.»
خو د عامې روغتیا وزارت مسوولان بیا وايي، د مبلغانو، جوماتونو او اعلاناتو له لارې هېوادوالو ته د پولیو ضد واکسین د تطبیق د پیل په اړه خبر ورکول کېږي.
بلخوا یو شمېر کورنۍ له هېوادوالو غواړي چې خپل ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسین کړي.
فرشتې چې خپل ماشوم یې د پولیو ضد واکسین لپاره د کابل ښار د واکسیناسیون یوه مرکز ته راوړی، سلام وطندار ته وویل: «ماشومانو ته د پولیو واکسین لګول اړین دی او باید دا ناروغي له ټولنې ورکه شي او له حکومت غواړو چې د واکسین کمپاین دې کور په کور پلی کړي.»
د ننګرهار یو اوسېدونکی روید چې درې ماشومان یې د پولیو ضد واکسین شوي، سلام وطندار ته وايي: «نن مې خپل ماشومان واکسین کړل او له کورنیو هم غواړم چې خپل ماشومان واکسین کړي او موږ هره دوره کې خپل ماشومان واکسینوو.»
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو لهمخې، د روان کال له پیل راهیسې دا د پولیو ضد واکسین د فرعي کمپاین پنځم پړاو دی چې هېواد کې پلي کېږي.