Asset 1SWN

خوست کې د پوليس په نوم راډيو نشرات پيل کړل

د کورنيو چارو وزارت مسوولان وايي چې په لومړي ځل يې په خوست ولايت کې د پوليس په نوم راډيو نشرات پيل کړل چې د رسنيز ډګر د پياوړتيا لپاره يو غوره ګام دی.

د کورنيو چارو وزارت د عامه اړيکو رییس عبدالحکیم همت اخندزاده وويل چې د پوليس راډيو فعاليت سره به د حکومتي ادارو او خلکو ترمنځ د يو پُل حيثيت ولري او ۲۴ ساعت به خپرونې ولرې.

هغه د خوست ولايتي ادارې له مسوولانو غوښتنه وکړه چې د ازادو رسنيو ترڅنګ دې د پوليس راډيو سره هم خپله همکاري نه سپموي چې څو د فرضي کرښې هغې غاړې خلکو ته هم خپل غږ ورسيږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع بيا له رسنيو مننه وکړه چې په اوسني تبليغاتي جنګ کې د هېواد او اوسني نظام دفاع کوي.

د يادې راډيو پرانيستې مراسمو کې د خوست مرستيال والي محبوب شاه قانت وويل چې پوليس راډيو نشراتو په پيل سره د ازادو رسنيو ته يو پيغام شته چې اسلامي امارت د رسنيو ازادي ته ژمن دی.

هغه دغه راز وويل چې په خوست کې رسنی په ډېره ښه ډول خپل نشرات کوي. هغه وويل چې رسنۍ د ولس غږ په ښه ډول انعکاس کړی دی.

د معلوماتو له مخې، دامهال په خوست کې د ملي تلويزون په ګډون ۲۰ تصويري او غږيزې رسنۍ فعاليت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام