Asset 1SWN

پولنډ او ناټو د روسیې ډرون ویشتلي

2022-03-29T161852Z_90991013_RC2BCT9BNJ1A_RTRMADP_3_UKRAINE-CRISIS-FRANCE-AIRFORCE-1757472166

پولنډ او د ناټو ځواکونو د روسیې له لوري پر اوکراین د هوايي برید پرمهال هغه بې‌پیلوټه الوتکې ویشتلي چې د پولنډ هوایي حریم ته داخلې شوې وې.

د پولنډ پوځ نن چهارشنبه، اګسټ لسمه ویلي چې د جګړې الوتکې په بېړنۍ توګه، الوت ته اړ شوې، هغه مهال چې د لسګونو ډرونونو یوه برخه د دې هېواد فضا ته ننوتلې.

دا لومړی ځل دی چې د پولنډ او ناټو ځواکونه په مستقیم ډول د جګړې په ترڅ کې ښکېل کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اوکراین وایي، روسیې په قصدي ډول د لوېدیځ د غبرګون د ازموینې لپاره د پولنډ فضا نقض کړې ده. د کېیف د چارواکو په باور، مسکو هڅه کوي وښيي چې ناټو تر کومې کچې د خپلو غړو هېوادونو دفاع ته ژمن عملي کوي.

دغه پېښه د سیمې د امنیتي کړکېچ د لازیاتېدو وېره پارولې ده. د اروپایي ټولنې او ناټو چارواکو خبرداری ورکړی چې د غړو هېوادونو پر حریم هر ډول برید به د ګډو دفاعي ژمنو پربنسټ ځواب شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام