Asset 1SWN

سلام وطندار

پل‌علم ښاروالي له سړکونو او پلي تګ‌ لارو غرفې او لاسي کراچۍ راټولوي

04403214-c455-4d0d-accc-67c724d2ae09

د لوګر پل‌علم ښاروالي مسوولان وایي چې د دغه  ولایت له مرکز پل‌علم ښار له واټونو او سړکونو څخه د غرفو، کراچیو او موانعو لري کولو کمپاین پیل شوی دی.

د پل‌علم ښاروال مولوي محمدشاکر ثاقب د دغه کمپاین پرمهال خبریالانو ته وویل، د پل‌علم ښاریانو او موټرچلوونکو د پرله‌پسې شکایتونو، ټرافیکي ګڼې‌ګوڼې او ښاري نظم ټینګښت په موخه یې پرېکړه کړې چې د ښار له واټونو، سړکونو او پياده رونو څخه غیرقانوني، هټۍ، غرفې، لاسي کراچۍ او موانعو لري کړي.

ثاقب وویل، د یاد کمپاین موخه د ښار د پلي‌ تګ لارو خلاصول او د هغو ګرځنده کراچیو او لاس پلورونکو چې ښاریان یې د تګ‌راتګ پرمهال له ستونزو سره مخ کړي، د دې کمېسیون له لوري ټاکل شوي مناسب ځای (د زړو چوب فروشیو) سیمې ته لیږدول شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي وویل، ښاري نظم ورته لومړیتوب لري او ښاریان دې له پل‌علم ښاروالي سره په ښار کې ښاري نظم ټينګښت کې همکاري وکړي.

بل‌خوا د لوګر پل‌علم ښار یوه اوسېدونکي رفېع‌الله سلام‌وطندار ته وویل، تر ډيره د سړکونو پر سر او پلي تګ لارو کې بې‌وزله او اړو کورنیو غړي کاروبار کوي، که دغه کمپاین بشپړ عملي شي، سلګونه کسان به وزګار او له سختو اقتصادي ستونزو سره به مخ شي.

نوموړي د لوګر په ولایتي ادارې په ځانګړې توګه پل‌علم ښاروالي غږ وکړ چې بې‌وزله او اړو کسانو ته دې د کارکولو فرصتونه رامنځته کړي.

لوګر پل‌علم ښاروالي په داسې حال کې د ښار له واټونو او سړکونو د هټيو، غرفو او لاسي کراچیو د لري‌کولو کمپاین پیل کړی چې د دغه ولایت اوسېدونکي او موټرچلوونکي د پل‌علم ښار د داخلي سړکونو له خرابوالي شکایت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام