هند کې د الوتکې لوېدو پېښه کې د مهاراشترا مرستیال وزیر اجېت پوار په ګډون ۴ کسان وژل شوي.
هندي رسنیو راپور ورکړی چې پېښه نن چهارشنبه سهار هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې الوتکې د مهاراشترا ایالت «بارامتي» هوايي ډګر کې د ښکته کېدو هڅه وکړه.
د الوتکې لوېدو لامل په اړه څه نه دي ویل شوي، خو هندي چارواکو ویلي چې په دې تړاو یې څېړنې روانې دي.
ورته وخت کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د مهاراشترا د مرستیال وزیر اجیت پوار په مړینه خواشیني څرګنده کړې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د مهاراشترا په بارامتي کې د الوتکې د غمجنې پېښې له امله خواشینی یم. زه د هغو کسانو په اړه فکر کوم چې دې پېښه کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي. د ژورې غمیزې په دې شېبه کې د غمجنو کورنیو لپاره د ځواک او زړورتیا دعا کوم. د اداري چارو په اړه د هغه پوهه د پام وړ وه او تل یې هڅه کوله چې بېوزله او د محرومو خلکو لاسنیوی وکړي.»
مودي زیاته کړې چې اجېت پوار تل د مهاراشترا ایالت د خلکو خدمت کړی او د هغه ناڅاپي وژل کېدل ټکان ورکوونکې او غمجنه پېښه ده.
د یادونې ده چې هند کې تر دې وړاندې هم ورته پېښو کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.