د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه کې د کابل پر دېوالونو د برېښنا سپمولو په اړه د پيغامونو لیکلو طرحه تایید شوې ده.
دې غونډې ته په کابل ښار کې پر دېوالونو د برېښنا سپمولو په اړه د پيغامونو لیکلو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوې وه چې له هراړخیز بحث وروسته د تخنیکي کمېټې د سپارښتنو په پام کې نیولو سره یاده طرحه د تایید وړ وبلل شوه او د وروستۍ پرېکړې لپاره اقتصادي کمېسیون ته لېږدول شوې ده.
د دې طرحې له مخې، به پر دېوالونو او د رسنیو له لارې هغه پيغامونه لیکل او خپرېږي چې خلکو ته د برېښنا سپمولو په برخه کې عامه پوهاوی ورکوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د تخنیکي کمېټې دې غونډې ته د کارګرانو ملي ټولنې د اساسنامې د تعدیل، د یادې اتحادیې جایدادونو د برخلیک معلومولو او همداراز د کاري جوازونو د ورکړې او کابل ته د پنجشیر سیند د اوبو انتقال پروژې په اړه ټاکل شویو کمېټو خپل راپورونه هم وړاندې کړل.
دغه راپورونه د تخنیکي کمېټې له لوري تایید او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته لېږدول شوي دي.