Asset 1SWN

سلام وطندار

روزګان کې د کورې سیمې پُل نړېدو په اړه د خلکو اندېښنې؛ مسوولان: سروې مو کړې

روزګان پُل

د روزګان مرکز ترینکوټ ښار اوسېدونکي وايي چې د ترینکوټ پر سیند د لرګیو جوړ پُل د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی.

دغه پُل چې د کورې سیمې لس کلي له مرکز ترینکوټ ښار سره نښلوي، هره ورځ پرې زرګونه کسان تګ‌راتګ کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې د یاد پُل ډېرې برخې ویجاړې شوي او په وینا یې، بېړنۍ بیارغونې ته اړتیا لري. دوی زیاتوي، که دغه پُل ویجاړ شوي، خلک به له سختو ستونزو سره مخ او مرکز ترینکوټ ښار سره نښلېدونکې یوازینۍ لاره به هم پرې بنده شي.

د کورې سیمې اوسېدونکي ولي‌محمد سلا‌م‌وطندار ته وویل: «دغه پُل د ډېره وخته جوړ شوی. د تختو پل دی. دا معیاري نه‌دی جوړ شوی چې ونه‌نړېږي، نو دغه پل اوس د نړېدو ګواښ سره مخ دی، که دغه پل ونړیږي ډېر مشکلات به موږ ته جوړ کړي چې موږ ښوونځي ته ځو یا خپل ناروغان بیایو، یا بازار ته ځو، تګ‌راتګ مو پر دغه لار دی، که ونړېږي دا به بیخي غټ مشکل موږ ته جوړ کړي.»

په ورته مهال د ترینکورټ ښار یوه بل اوسېدونکي جان‌اغا وویل چې د یاد پُل ځینې برخې سېلابونو نړولي او په وینا یې، حکومت دې ورته بېرته ورغوي. «تاسو یې خپله وینئ یعنې دغه سیمه کې دا پنځه -شپږ  یا اووه کلي د ښار سره نښلوي، دغه پل وروستیو سېلابونو ډېر ځپلی دی. د دې خطر شته چې دغه پل ونړېږي. زموږ د دولت څخه دغه غوښتنه ده چې دغه پل راته جوړ کړي.»

 د روزګان د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس عبدالغني بلال هم د کورې سیمې د اوسېدونکو اندېښنه پر ځای بولي او ژمنه کوي چې د یاد پُل د رغېدو لپاره به هڅې وکړي.

بلال زیاتوي چې د یاد پُل لومړنۍ سروې شوې او د مالي امکاناتو په پیداکېدو سره به يې رغنیزې چارې هم پیل شي.

د روزګان د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس عبدالغني بلال وویل: «دغه د کوري د پله موضوع یا عریضه موږ ته راغلې، موږ ابتدايي سروې هم کړې، هلته ورغلي یوو دا د خلکو ستونزه مو په خپلو سترګو لیدلې، واقعا د دې خلکو لوی مشکل دی. موږ کوښښ کړی ځینې موسسو ته مو هم لېږلي دي چې په دغه اړه زموږ سره کمک وکړي او دغه پل جوړ کړو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روزګان ترڅنګ په ځینو نورو ولایتونو کې هم پر سیندونو او کانالونو پخواني پلُونه شته چې ځینې يې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي او د سیمي اوسېدونکي يې هر وخت د بیارغونې غوښتنه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام