Asset 1SWN

دمیدان‌وردګ پوهنې ریاست سره خلکو یو میلیون افغانۍ مرسته کړې

87547247-362c-44d8-aae2-8aa84b442556

د میدان‌وردګ د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالي کې ولسي وګړو له ۹ ښوونځيو او دیني مدرسو سره نږدې میلیون افغانیو په ارزښت مرسته کړې ده.

د دغه ولایت پوهنې ریاست رییس مولوي محمدعثمان حریت جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، له پوهنې بهیر سره د ولس له لوري په دایمیرداد کې شوې مرسته باندې یوشمېر ښوونځيو ته وسایل اخیستل شوي او د ښوونځيو او دیني مدرسو مهمې برخې یې، بیارغولي دي.



سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي وویل، له پوهنې سره د ولس مرسته خورا مهمه ده او په ملي سوداګرو او نړیوالو بنسټونو یې غږ وکړ چې په یاد ولایت کې له پوهنې بهیر سره خپلې مرستې ونه‌سمپوي.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې د میدان وردګ په مرکز او بهسودو ولسوالي کې یوشمېر سوداګرو په خپل شخصي لګښت له پوهنې ریاست سره بېلابېلې مرستې کړي دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام