Asset 1SWN

۶۷کاله وروسته ګډون؛ الشرع د ملګروملتونو کلنۍ غونډې ته وربلل شوی

Jolani-Syrie

د سوریې ولسمشر احمدالشرع د ملګروملتونو د عمومي غونډې په ۸۰مه دوره کې د ګډون لپاره نیویارک ته رسېدلی او هغه د دغه هېواد لومړنی ولسمشر دی چې ۶۷کاله وروسته په دې کلنۍ غونډه کې ګډون کوي.

نورالدین الطاسي د سوریې وروستی ولسمشر و چې ۱۹۷۱کال کې یې، د ملګروملتونو عمومي غونډه کې ګډون کړی و او د اسد کورنۍ د واکمنۍ تر پیل مخکې یې د سوریې مشري کوله.

احمد الشرع وروسته له هغه چې د بشار الاسد حکومت یې د ډسمبر په میاشت کې ونړاوه، د سوریې د لنډمهالي حکومت د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.

د سوریې د دې تاریخي ګډون په ترڅ کې، الشرع به د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له مشرانو سره د سوله‌ییزو خبرو، د سیمې د امنیت وضعیت او د سوریې د بیارغونې پر موضوعاتو خبرې وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د شنونکو په وینا، د سوریې د مشر دا ګډون نه یوازې د یاد هېواد نړیوال باور ته وده ورکوي، بلکه د شخړو د حل او نړیوالې همکارۍ د پراختیا لپاره یو مهم ډګر هم برابروي.

همدارنګه، تمه ده چې الشرع به د سوریې د جګړې له امله د بې‌ځایه شویو خلکو، بشري مرستو او اقتصادي بیارغونې په اړه د نړیوالې ټولنې سره مفصلې مشورې وکړي. د سوریې حکومت هڅه کوي چې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ترلاسه کړي او د اوږدمهاله سولې لپاره د یوې منظمې ستراتېژۍ د عملي کولو لپاره لاره هواره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام