په پنجشېر کې سلګونه کسانو د پاکستاني رژیم پر وړاندې لاریون وکړ او خبرداری یې ورکړ چې د یاد رژیم پر وړاندې تر مرګه ولاړ دي.
لاریون کوونکو له اسلامي امارت خپل ملاتړ هم اعلان کړ.
د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لتون پرون سهشنبه (لړم شپږمه)، سلاموطندار ته وویل چې د یاد ولایت سلګونه اوسېدونکو له اسلامي امارت بشپړ ملاتړ اعلان کړی او د هر ډول بهرني تیري او لاسوهنو پر وړاندې یې، خپل مخالفت څرګند کړی دی.
دوی د کابل -اسلاماباد ترمنځ د خبرو د درېدلو په اړه غبرګون کې پاکستانی رژیم د سیاسي خپلواکۍ له نشتوالي تورن کړ او په وینا یې، پرېکړې يې د لوېدیځو هېوادونو په ګټو سمبالېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
لاریون کوونکو په ډاګه کړه چې «د پاکستان پوځي رژیم د پردیو لاسپوڅي دی» او دغه هېواد کې یې له بلوڅ او پښتنو وغوښتل چې د پاکستاني رژیم د ظالمانه او نظامي استبداد پر وړاندې ودریږي.
د هغوی په وینا، د اسلامي امارت نظام یو اسلامي او خپلواک نظام دی چې پرېکړې یې د ملي ګټو، اسلامي اصولو او د علماوو او خلکو د مشورې پر بنسټ نیول کېږي.
د پنجشېر اوسېدونکو په پای کې ټینګار وکړ چې د خپل اسلامي نظام تر څنګ به پاتې کېږي او خبرداری یې ورکړ، «که د پاکستان له لوري تجاوز یا پارونکي اقدامات دوام ومومي، نو پر ضد به یې کلک او سخت ځواب ورکړل شي.»
له دې وړاندې هم د پاکستان د بریدونو پر ضد د هېواد په بېلابېلو ولایتونو لاریونونه شوي او د اسلامي امارت له امنیتي ځواکونو یې، خپل ملاتړ اعلان کړی دی.