Asset 1SWN

سلام وطندار

د پنجشېر د کانونو استخراج؛ اقتصادي پرمختګ یا چاپېریالي ننګونه

معدن

شمېرې ښیي چې دامهال له ۳۰۰ زیات د زمردو او بیروج کانونه د پنجشېر په بېلابېلو ولسوالیو کې تر کار لاندې دي.

د معدني موادو په دغو را ایستنو کې له ۱۵زره زیات کارکوونکي په مستقیم او غیرمستقیم ډول پر کار بوخت دي چې له قیمتي ډبرو خرڅولو څخه ځايي خلک او حکومتي اداره د پام وړ ګټه په لاس راوړي.

مسوولان وايي، د کانونو راایستنه کولای شي د زېربنايي پروژو تطبیق او په مختلفو اقتصادي برخو کې پانګونې ته زمینه برابره کړي.

له دغو لاسته راوړنو سره سره، ارزونې ښيی چې زیاتره د کانونو استخراجي عملیات له چاپېریال معیارونو او علمي میتودونو سره برابر نه ترسره کیږي.

د کاني موادو غیر معیاري را ایستنه، د اوبو د مسیر تغیر او غرنیزو بوټو ته زیان رسول هغه عوامل دي چې کولای شي زیاتره طبي بوټي له منځه یوسي، خاوره تخریب او یو شمېر ځنګلي حیوانات اجباري کډه کولو ته اړ باسي.

د پنجشېر یو تن کروندګر خدای نظر ابراهیمي په دې اړه وايي: «بې ځایه کان کیندنې د غرنیو بوټو د ویجاړولو او د ځنګلي ژوو د مهاجرت لامل شوي دي. اوس مهال کومه جدي ستونزه نه شته، خو په اوږد مهال کې کیدای شي د خاورې د تخریب او د اوبو سرچینو ته د زیان رسولو لامل شي. په ورته وخت کې د کانونو د استخراج ترڅنګ باید د خلکو لپاره سړکونه او د اوبو لګولو کانالونه هم جوړ شي.»

د پنجشېر یو بل اوسېدونکی صلاح‌الدین رهیاب له حکومت څخه غواړي چې د کانونو راایستنې شرکتونه مکلف کړي، څو د کانونو ترڅنګ د کلیو سړکونه او د اوبولګولو کانالونه هم ورغوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړی وايي: «زموږ اندېښنه دا ده چې استخراج باید د نړیوالو معیارونو سره سم ترسره شي، څو چینې وچې نه شي، د درملو بوټي له منځه لاړ نشي او د ځنګلي حیواناتو ژوند وژغورل شي. دا د حکومت مسؤلیت دی چې د پنجشیر له چاپیریال ساتنه وکړي.»

په ورته وخت کې د چاپېریالي چارو متخصصین هم خبرداری ورکوي، چې د کانونو استخراج باید په علمي او دوامداره طریقو ترسره شي څو د اوبو د سرچینو مدیریت، د نباتاتو ساتنې، د خاورې له تخریب څخه کنټرول او چاپیریالي زیانونو څخه مخنیوی شوي وي.

د چاپېریال برخې څېړونکی عزیزاقا عزیزي وايي: «که د کانونو ساینسي او علمي استخراج ته پام ونشي، نه یوازې دا چې قیمتي ډبرې به په سمه توګه ترلاسه نه شي، بلکې ناوړه چاپیریالي پایلې به ولري. غیر معیاري استخراج د خاورې طبیعي طبقې ماتوي، د هغې عضوي مواد کموي او د ځمکې لاندې اوبو ته د اوبو ننوتل محدودوي. دا د سیندونو د ککړتیا لامل کیږي. د کېمیاوي موادو د راټولیدو باعث کیږي، د استوګنې ساحې تخریبږي او بالاخره د یو شمېر نباتي بوټو او وحشي ژوو د ورکیدو لامل کیږي.»

له دې سره هم مهاله د پنجشېر د والي ویاند سیف الدین لټون د کانونو را ایستنې پرمهال یو شمېر ستونزې تاییدوي او وايي: «د چاپېریال ساتنې ریاست سره په همغږۍ د کانونو د استخراج له بهیر څخه لازمه څارنه کېږي. د کانونو د استخراج د جواز تر صادرولو مخکې اړین شرایط په قراردادونو کې شامل دي. په پنجشیر کې د کانونو د استخراج پروسه د سیمه ییزو تجربو او د تړون له اصولو څخه په استفادې ترسره کېږي. سرغړونې په چټکۍ سره څېړل کېږي چې ځینې وخت د جوازو د لغوه کیدو باعث هم ګرځیدلي. د پنجشیر ولایت مشرتابه هڅه کوي له ملي او نړیوالو سوداګرو سره یو ځای او همکارۍ د زمردو د را ایستنې پروسه لا معیاري کړي.»

کارپوهان ټینګار کوي چې د پنجشیر د کانونو راتلونکی پرمختګ د اقتصادي ګټې او د چاپیریال ساتنې تر منځ په توازن پورې اړه لري.

دوي وايي، که د کانونو استخراج له ساینسي اصولو او شفافې څارنې سره یوځای شي، کولی شي په سیمه کې د اقتصادي ودې او دوامداره کارموندنې په ماشین بدل شي برعکس د اوسني وضعیت دوام به د ژوند اوسنۍ بڼې د له منځه وړلو، د اوبو د سرچینو د کمښت او د ملي پانګې د ضایع کیدو لامل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام