د راپورونو پر اساس، غزه کې فلسطینیان د مرستې غوښتنه کوي او وايي، د اسراییلو له لوري د محاصرې له امله ډېر خلک د لوږې له امله مړه شوي.
فلسطینیانو د نړۍ په بېکفایتۍ نیوکه کړې او ویلي: «موږ مړه کېږو، ځکه چې غزه کې لوږه پراخه شوې.»
د غزې روغتیا وزارت د جمعې په ورځ وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د خوارځواکۍ له امله روغتونونو کې تازه ۹ کسان مړه شوي.
په دې سره، د ۲۰۲۳ کال اکتوبر میاشت کې د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې پیل راهیسې د لوږې له امله د مړو شویو شمېر سلګونو کسانو ته رسیږي چې ماشومان هم په کې شاملیږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش نن شنبه پر اېکسپاڼه لیکلي چې غزه کې له «بشري ناورین» پرته پل څه نشته.
د هغه په وینا، که د اسراییل او حماس ترمنځ اوربند وشي، دغه سازمان چمتو دی چې د بشري مرستو لپاره له دغه فرصت څخه ګټه واخلي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف ویلي وو، د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه د روان کال د مې تر پایه، غزه کې څه باندې ۱۶ زره ماشومان خوارځواکۍ سره مخ شوي دي.