Asset 1SWN

فلسطین د غزې جګړې درولو لپاره د نړیوالو د بېړني اقدام غوښتنه کړې

غزه (4)

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالو غوښتي چې پر غزې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو بندولو او د ملکیانو ژوند خوندیتوب لپاره هرڅه ژر اقدام وکړي.

دغه وزارت یوه بیانیه کې ویلي، پر غزې د اسراییل بریدونو درولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې له ماتې سره مخ شوي.

بیانیه کې ویل شوي چې: «د بهرنیو چارو وزارت د اشغالګر رژیم هغو مغرورانه څرګندونو ته ژوره اندېښنه لري چې د غزې ښار پرضد د یرغل د پیل او د سلګونو زرو ملکي وګړو د ژوند د ګواښ، وژنې او بې‌ځایه کېدو په اړه یې کړي.»

د فلسطین بهرنیو چارو وزارت د هغو سیاسي حل‌لارو د پیاوړتیا ملاتړ کړی چې د جګړې د سمدستي بندېدو، د غزې د اوسېدونکو د بې‌ځایه کېدو د مخنیوي، د برمته شوو کسانو د خوشې کېدو او غزې ته د بشري مرستو د رسېدو تضمین وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې اسراییلو پر غزې ښار ځمکني بریدونه پیل کړي او د غزې ښار له اوسېدونکو یې غوښتي چې سیمې پرېږدي.

د راپورونو پر اساس، دغه پوځي عملیات د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له لیدنې وروسته پیل شوي.

د اسراییل لومړي وزیر ویلي چې دغه عملیات د حماس له منځه وړلو لپاره ترسره کیږي.

نږدې دوه کلونه کېږي چې د اسراییلو او حماس ترمنځ نښته روانه ده او په دې موده کې د دایمي اوربند لپاره د نړیوالو هڅو پایله نه ده ورکړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام