Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتيا د ۴۰زره ډالرو په لګښت د سړکونو‌ د جوړېدو‌ چارې پيل شوې

20241006_121315

پکتیا کې د ګردېز ښاروالي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۴۰زره امریکايي ډالرو په لګښت د سړکونو د جوړېدو چارې پیل شوې.

د ګردېز ښاروالي د مسوولانو په وینا، د ملګروملتونو پراختيايي ادارې(UNDP) په مالي لګښت د پکتيا په مرکز ګردېز کې د لوړ پوړيزو ودانيو ترمنځ د کوچنيو سړکونو د کانګريټي جوړيدو چارې پيل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ګردېز ښاروال مولوي حبيب‌الرحمن منصور وويل چې د يادو کوچنيو سړکونو پر جوړېدو ۴۰ زره ډالر لګښت راځي او په يوه نيمه مياشت کې به یې چارې بشپړې شي.

د ګردېز ښاروال د دې پروژو پرانيستې مراسمو ته وویل، د ګردېز ښار د پراختيا او ښکلا لپاره يوشمېر پروژې تر لاس لاندې لري.

ګردېز ښاريان د دې پروژو په پيل خوښ دي، خو غوښتنه لري چې د ښار پراختيا او ماسټرپلان پلي‌کولو لپاره دې کار وشي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د معلوماتو مخې، په ګردېز ښار کې د ښاروالي او موسسو په مرسته د ۲۰ لويو او کوچنیو پراختيايي پروژو چارې روانې دي چې په بشپړېدو سره به يې د ښار بڼه بدله شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام