Asset 1SWN

سلام وطندار

د پاکستان لومړی وزیر: د وسله‌والو د له‌منځه وړو وخت رارسېدلی

شهباز-شریف

د پاکستان لومړیوزیر شهباز شریف وايي چې دغه هېواد کې د وسله‌والو ډلو د له‌منځه وړو وخت رارسېدلی دی.

نوموړي دغه څرګندونې پرون جمعه جنورۍ درېیمه اسلام‌اباد کې د ترهګرۍ ضد تګ‌لارې په اړه د پوځي او ولسي چارواکو مرکزي کمېټې ته په وینا کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه ټينګار کړی چې پاکستان کې د پرمختګ او هوساینې لپاره د امنیت ټينګښت اړین دی.

شبهاز شریف پرته له دې چې د کومې وسله‌والې ډلې نوم واخلي، وویل، دوی خبر دي چې د پاکستان خېبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې کومې وسله‌والې ډلې امنیت خرابوي او د چا ملاتړ ورسره دی.

شریف د مرکزي او ایالتي ادارو پر چارواکو غږ وکړ چې ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره هر اړخیز پلانونه جوړ کړي.

پاکستان کې د تېر ۲۰۲۴کال پرمهال سلګونه بریدونه شوي چې له امله یې، د دغه هېواد پوځ او امنیتي سرتېرو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د تېرکال په وروستیو کې خېبرپښتونخوا، بلوچستان او د پاکستان په نورو سیمو کې د امنیت ضد بریدونو زور اخیستی و چې ځايي خلکو حکومت د امنیت په ټينګښت پاتې بللی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام