Asset 1SWN

د هند پر وړاندې د پاکستان بنیان المرصوص پوځي عملیاتو پیلېدل

پاکستان عمیات

د پاکستان پوځ ویلي چې نن (شنبه، د ثور ۲۰) یې د هند پر وړاندې د “بنیان المرصوص” عملیات وروسته له هغې پیل کړل چې د هند پوځ تېره شپه پنجاب او راولپېنډۍ کې درې پوځي اډې په نښه کړې.

د راپورونو پر اساس، د پاکستان په عملیاتو کې د هند برهموس، پټهانکوټ او او دهامپور پوځي اډې په نښه شوې دي.

راپورونو کې ویل شوي چې پاکستان د هند د دوامداره بریدونو پر وړاندې سخت غبرګون ښوودلی او د مقابل لوري مهم پوځي تاسیسات یې ویجاړ کړي دي.

ورته وخت کې د هند چارواکو ویلي چې پر پوځي اډو یې د پاکستان توغندیز بریدونه شنډ کړي، خو کنټرول کرښې ته نږدې په یو شمېر سیمو کې ملکي خلک په نښه شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دې سره، د هند تر ولکې لاندې کشمیر او پنجاب ایالت کې د چاودنو او هوايي بریدونو غږونه اورېدل شوي او د هندي پوځ په وینا، ۲۶ سیمو کې د پاکستان بې‌پیلوټه الوتکې لیدل شوي دي.

تراوسه په رسمي ډول د دواړو لوریو په نښتو او توغندیزو بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو جزییات نه دي ورکړل شوي.

د دواړو اټومي هېوادونو ترمنځ دا جګړه په تېرو دریو لسیزو کې سخت پړاو ته رسېدلې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام