Asset 1SWN

سلام وطندار

د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر: د غزې په اړه د ټرمپ پلان زموږ نه‌دی

GettyImages-2227001467-1757922635

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار، ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د غزې په تړاو اعلان شوی ۲۰ ماده‌ییز پلان د هغو مسلمان‌اکثریت هېوادونو له مسودې سره سمون نه‌لري چې وړاندې یې ګډه طرحه وړاندې کړې وه.

نوموړي د پاکستان د ملي شورا غړو ته په وینا کې څرګنده کړه: «ما روښانه کړې چې هغه ۲۰ ټکي چې ټرمپ یې اعلان کړي، زموږ نه دي. په هغه مسوده کې چې موږ درلوده، بدلونونه راوستل شوي دي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ټرمپ دا پلان د دوشنبې پر ورځ خپور کړ چې له مخې یې د اسراییلو او حماس ترمنځ جګړه پای ته رسېږي او ټول ژوندي او مړي برمته کسان باید د اوربند له ۷۲ ساعتونو دننه بېرته وسپارل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې اسلام‌اباد به یوازې هغه طرحه ومني چې د مسلمان‌اکثریت هېوادونو د ګډو هڅو پایله وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام