په امریکا کې د پاکستان سفیر رضوان سعید شیخ وايي چې پر اسلاماباد هېڅ داسې فشار نشته چې له امله یې، دغه هېواد اسراییل په رسمیت وپېژندني.
نوموړي د امریکا په دالاس کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ټينګار وکړ چې پاکستان د اسراییلو په رسمیت پېژندنې برخه کې د امریکا او نورو هېوادونو له لوري تر فشار لاندې نهدی.
د سعیدشیخ په وینا، د اسراییلو پروړاندې د پاکستان دریځ کې بدلون نهدی راغلی. : «د اسراییلو پر وړاندې زموږ پالیسي د قائداعظم له ایډیالوژۍ سره سمون لري. د دې مسلې په اړه د پاکستان چلند د اوږدمهاله اصولو پر بنسټ ولاړ دی او د بهرني فشار تر اغیز لاندې نه دی.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا څرګندونې مهال دي چې په نړیوالو رسنیو کې اسراییلو سره د اسلامي نړۍ په اړیکو کې د بدلون په اړه ګنګوسې روانې دي. پاکستان چې له اسراییلو سره ډیپلوماټیکې اړیکې نهلري، ټینګار کوي چې د اړیکو عاديکېدل به یوازې د فلسطین مسلې د عادلانه حل وروسته ممکنې وي.
په ورته مهال د ایران او اسراییلو ترمنځ د وروستۍ جګړې پرمهال پاکستان د اسراییلو د بریدونو پر وړاندې د تهران ملاتړ وکړ.