د کونړ او ننګرهار مسوولان وايي چې یادو ولایتونو کې د پاکستان د پوځ لهخوا د شویو بریدونو له امله درې ماشومان شهیدان شوي او دوه نور ټپیان دي.
د کونړ مسوولانو په وینا، نن دوشنبه سهار لس بجې د دې ولایت د خاص کونړ ولسوالي د هجرتاباد د کډوالو پر میشتغالي د پاکستاني پوځ له لوري توغول شوې مرمۍ لګیدلي چې په دغه پېښه کې درې ماشومان شهیدان او دوه نور ټپیان دي.
بلخوا د تورخم ښاروال مولوي عبدالله مصطفی وایي چې غرمه مهال د پاکستاني پوځ له لوري په تورخم کې دوه مارکیټونه په نښه شوي چې له امله یې په دوو تجارتي مارکېټونو کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا د یوه مارکیټ اور مهار شوی او د بل مارکېټ اور د مهارولو هڅې روانې دي.
نوموړی زیاتوی چې تېره شپه هم په تورخم ښارګوټي کې د پاکستان پوځ له لوري یوشمېر دوکانونه په نښه شوي او د اور لګیدو له امله سوځیدلي دي.