کندهار کې پېښو ته د رسېدنې رییس عبدالسلام عمري وایي، د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سپین بولدک په جګړه کې شاوخوا شل زره کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوې دي.
د هغه په وینا، د پاکستان له لوري شوې ړندې بمبارۍ نه یوازې خلکو ته دروند زیان اړولی، بلکې د سپینبولدک ګڼې سیمې یې ویجاړې کړې دي.
د ده د معلوماتو له مخې په جګړه کې ۳۰ کورونه په بشپړ ډول او ۵۰ نور په نیمه توګه ویجاړ شوي. ترڅنګ یې ۶۰ هټۍ او لس د موټرو پلورنځي هم زیانمن شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل چې بېځایه شوې کورنۍ دامهال د کندهار ښار او نږدې ولسوالیو ته پناه وړې او مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.
په دې سیمه کې د پاکستان د شویو بریدونو له امله شاوخوا ۴۰ کسان شهیدان او څه باندې ۱۷۰ نور ټپیان دي.