د هند له بریدونو وروسته، د پاکستان د ملي امنیت کمېټې (NSC) نن (چهارشنبه، ثور ۱۷) د لومړي وزیر شهبازشریف په مشرۍ غونډه ترسره کړې ده.
هغه دغه غونډه کې ویلي چې د هند توغندیز، هوايي او ډرون بریدونه د پاکستان له حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه ده او د ملګرو ملتونو سازمان د منشور ۵۱مې مادې له مخې، پاکستان د تیري پر وړاندې د ځواب ویلو حق لري.
د پاکستان د ملي امنیت کمیټې غونډه کې د هغه هېواد وسلهوالو ځواکونو ته واک ورکړل شوی چې د هند تیري ته ځواب ورکړي.
دغه غونډه کې ویل شوي چې «هند په قصدي ډول، د ملکیانو کورونه، جوماتونه او بېګناه خلک په ښه کړي چې دا له نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده او مسوولیت یې د هند په غاړه دی.»
همدارانګه دغې کمیټې خبرداری ورکړی چې د سیمهییز تاوتریخوالي مسوولیت په مستقیم ډول د هند په غاړه دی.
د پاکستان د ملي امنیت کمیټې غونډه د پنځو هندي جنګي جیټ الوتکو او ډرون غورځولو له امله د پوځ ستاینه هم کړې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دې سره، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هند «بېدلیله» بریدونو په تړاو د اعتراض وړاندې کولو لپاره یې د هغه هېواد شارژدافیر احضار کړی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې: «د هند ډیپلومات ته ویل شوي چې دغه بریدونه د پاکستان له حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه ده.»
د خبرپاڼې له مخې، د دغو بریدونو پایله کې ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هندي لوري ته یې خبرداری ورکړی چې دا ډول “بریدونه” د سیمې لپاره جدي ګواښ دی.
د یادونې ده چې هند نن چهارشنبه سهار وختي د پاکستان پر بېلابېلو سیمو بریدونه وکړل چې لسګونه پاکستانیانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.