Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان د تورخم دروازه د هر ډول تګ‌راتګ پرمخ تړلې

تورخم-1-qc25sprrw7b6vzmjyzx9c4da6rqo358iwnvtpqi45k

د ننګرهار امنیتي مسوولان وایي چې پاکستاني لوري بېګاه شپه یوولس بجې تورخم دروازه  د هر ډول تګ‌راتګ پرمخ تړلې ده.

د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند سیدطیب حماد سلام‌وطندار ته وویل چې پاکستان د اسلامي امارت له لوري د فرضي کرښې دې غاړې ته د تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې دغه لار بنده کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حماد وویل: «پاکستاني لوري له موږ غوښتنه کړې چې فرضي کرښې ته نږدې له تأسیساتو جوړولو ډډه وکړو، خو په عین حال کې باید د هغو تأسیساتو په اړه چې پاکستان یې د فرضي کرښې  هاخوا جوړوي، هېڅ غبرګون ونه‌ښیوو.»

د یادې لارې په تړل‌کېدو سره دامهال سلګونه مسافر، ناروغان او باروړونکي موټر د دغې دروازې بیاپرانېستلو ته په تمه دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پاکستان له دې وړاندې هم په بېلابېلو پلو د تورخم ترڅنګ پر ډیورنډ کرښه پرتې نورې لارې هم د افغان مسافرو او باروړونکو موټرو پرمخ تړلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام