د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د اسراییلو ساخت ۲۵ هندۍ بېپېلوټه الوتکې چې پر دغه هېواد د برید لپاره کارول کېدې، نسکورې کړې دي.
د پاکستان پوځ د رسنیو او عامه اړیکو څانګې اعلان کړی چې د اسراییلو له لوري جوړ شوې هارپ ډرون چې د هند له لوري پاکستان ته د برید لپاره لېږل شوې وې، نسکورې کړې دي.
پاکستان همداراز د هند د بریدونو پیل راهیسې ادعا کوي چې د خپل سیال ګاونډي پنځه جېټالوتکې یې، نسکورې کړي او په وینا یې، درې نورې د هند په خاوره کې لوېدلې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د معلوماتو له مخې، هارپي ډرون د رادار سېسټمونو د برید لپاره ډیزاین شوي او د هوایي دفاع (سیډ) رول د لهمنځه وړو ځواک لري. دغه ډرون د یوې زیاتې اندازې چاودېدونکو د لېږد وړتیا هم لري.
هند تراوسه د پاکستان دې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.
په ورته مهال د پاکستان پوځ نن شنبه، مې لسمه د هند پروړاندې د بنیانالمرصوص په نوم عملیات پیل کړل.