Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان پر سپین‌بولدک برید کړی

مرز-سپین_بولدک_چمن-qdevdj9an7wkxnht09zb1a7r1rtrot9tbb2eriruyw

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، ادعا کړې چې پاکستان یو ځل بیا د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالي پر لور بریدونه کړي دي.

مجاهد بېګاه شپه ناوخته پر خپله ایکس‌پاڼ لیکلي چې د پاکستان له لوري د بریدونو په ځواب کې د اسلامي امارت ځواکونو هم غبرګون ښودلی دی.

هغه ویلي: «له بده‌مرغه نن شپه د پاکستان له لوري یو ځل بیا د کندهار په سپین‌بولدک ولسوالي کې بریدونه شوي چې د اسلامي امارت ځواکونو هم مجبوراً غبرګون ښودلی دی.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اسلامي امارت ویاند د احتمالي تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې له ترکیې څخه د امارت اسلامي او پاکستاني پلاوو د خبرو تر درېدلو وروسته، دا دویم ځل دی چې پاکستان د افغانستان د خاورې پر برخو بریدونه کوي.

پاکستان د لیندۍ په څلورمه هم د خوست، کونړ او پکتیکا پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي وو چې په پایله کې، د چارواکو په وینا، ۱۰ کسان وژل شوي وو چې نُه یې ماشومان وو او څلور نور یې ټپیان شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام