Asset 1SWN

د پاکستان پوځ: د هند برید کې ۵۱ کسان وژل شوي او ۱۲۱ ټپیان دي

پاکستان عمیات

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو څانګه وايي چې پر دغه هېواد د هند برید له امله د سرتېرو په ګډون ۵۱ کسان وژل شوي او ۱۲۱ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ له لوري د هند برید له امله د مرګ‌ژوبلې او زیانونو په اړه په تازه خپرو شویو معلوماتو کې راغلي چې په دغه برید کې ۱۱ سرتېري او ۴۰ ملکیان وژل شوي دي.

په برید کې د پاکستان ۷۸ سرتېري او امنیتي پرسونل هم ټپیان شوي.

هند د روانې مې میاشتې پر اوومه پاکستان کې د دوی پر وینا، بریدونه وکړل او د ترهګرو مرکزونه یې، له‌منځه یوړل.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هند برید سره دواړو لوریو د څلور ورځو لپاره د ډرون او جېټ‌الوتکو بریدونه هم کړي او یوه بل ته د مرګ‌ژوبلې د اوښتو دعوا کوي.

د یادو دوو ګاونډیو ترمنځ څلور ورځنۍ شخړه د امریکا په منځګړیتوب پای ته ورسېده او اسلام‌اباد او نوي ډیلي اوس د اوربند راتلونکي پړاو خبرو ته چمتووالی نیسي.

تازه د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي چې پر پاکستان یې، یوازې پوځي اقدامات درولي او په وینا یې، د دغه هېواد هر ګام تر نظر لاندې لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام