د اسلامي امارت د ځواکونو او د پاکستان د پوځ ترمنځ د نښتو له زیاتېدو وروسته، د پاکستان لومړي وزیر د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو سره په یوه غونډه کې ټولو ایالتونو ته امر کړی چې بېاسناده افغان کډوال په چټک او منظم ډول له هېواده وباسي.
اوس مهال زرګونه افغان کورنۍ چې له کلونو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو کمپونو کې مېشتې دي، د شړلو له جدي ګواښ سره مخ دي.
په درګي، خدرخېل، پرخي او څو نورو کمپونو کې مېشت افغان کډوال وايي، دوی ته یوازې څو ورځې وخت ورکړل شوی، څو سیمې پرېږدي. د دوی په وینا، لومړنۍ اسانتیاوې لکه روغتیايي خدمتونه او زدهکړې هم پرې بندې شوې دي.
سردار چې د افغان کډوالو په یوه ځانګړي کمپ کې ژوند کوي، وایي د پاکستان حکومت هغه روغتونونه تړلي چې په کمپونو کې فعال وو او ښوونځیو ته د افغان ماشومانو د تګ مخه نیول شوې ده.
هغه وايي: «د خلکو کاروبار له کډوالو سره تړلی و، خو اوس روغتونونه تړل شوي او ښوونځیو ماشومانو ته ویلي چې نور دې ټولګي ته نه ورځي، ځکه چې ژر به له هېواده وایستل شي.»
په همدې حال کې یو بل افغان کډوال محمدګل وايي، د ستنېدو لپاره د موټر کرايه نهلري او چارواکي هره ورځ کمپ ته راځي او د افغانانو د ایستلو امر کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وايي: «چارواکي هره ورځ خلک راټولوي او وايي بېرته هېواد ته لاړ شئ، موږ ته یې اته ورځې وخت راکړی چې کمپ پرېږدو او افغانستان ته ستانه شو.»
په اسلاماباد کې مېشت افغان کډوالې عایشې ویلي چې افغان کډوال د افغانستان او پاکستان ترمنځ له سیاسي کړکېچونو سره هېڅ تړاو نهلري او د پاکستان امنیت ته هېڅ ګواښ نه پېښوي.
هغې زیاته کړه: «له نښتو وروسته پاکستان افغان کډوال شړي، درې میاشتې کېږي چې د پناهغوښتونکو ویزې نه تمدیدوي او حتی ناروغان نهشي کولای بې له ویزې روغتون ته لاړ شي.»
عایشه د کډوالو د ملاتړ نړیوالو سازمانونو، په ځانګړې توګه د ملګروملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ وغوښتل چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو مخه ونیسي.
د سلاموطندار خبریال د اسلامي امارت د چارواکو نظر ترلاسه کولو لپاره هڅه وکړه، خو له پرلهپسې تماسونو سره سره یې ځواب رانکړ.
د پاکستان د حکومت د تازه پرېکړې له مخې، یوازې هغه افغانان چې قانوني ویزې لري، کولای شي په دغه هېواد کې پاتې شي.