د اسلامي امارت مشرتابه په لارښوونه د کندهار په سپینبولدک ولسوالي کې د ګمرک د جوړولو لپاره څه باندې زر جریبه ځمکه د یاد ولایت د ګمرک ریاست ته په رسمي توګه سپارل شوې ده.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، یاده ځمکه چې یو زرو او څلور جریبه کېږي، د سپینبولدک د حوتغره لوېدیځ لوري ته موقعیت لري او د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ګمرک ریاست ته سپارل شوې.
د کدستر د انتقال مدیر عصمتالله سلاموطندار ته وایي، دا بهیر د مشرتابه د حکم، د کرنې وزارت او د اراضي لوی ریاست د منظور شوي مکتوب پر اساس عملي شوې ده.
د ده په وینا، د کندهار کرنې ریاست اړوند د کدستر امریت مسلکي ټیم په رسمي توګه د اړونده مسوولینو په شتون کې د ځمکې سپارلو چارې بشپړې کړې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه چې د ځمکې له سپارلو وروسته به د ګمرک ریاست وکولای شي د سیمې د خلکو د اسانتیاوو او عامه چوپړتیاوو لپاره د نویو تاسیساتو جوړولو چارې پر مخ یوسي.
بل لور ته، څو ورځې وړاندې هم د کندهار په عینومېنې ښارګوټي کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاست لپاره د دوو زرو جریبه ځمکې د سپارلو پروسه شوې وه چې تر مرکزي حکم وروسته به په رسمي توګه د دغه ریاست واک کې ورکړل شي او د هدیرې په موخه به وکارول شي.
د مشرتابه د حکمونو پر اساس په کندهار کې د دولتي ادارو لپاره د ځمکو د انتقال بهیر چټک شوی چې د عامه خدماتو د پراختیا لپاره یې مهم بنسټیز ګام بلل کېږي.