Asset 1SWN

سلام وطندار

له پاکستان او ایرانه څه باندې ۷زره افغانان اېستل شوي

کډوال ۲۲

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، ۷ زره او ۶۱ افغانان په اجباري ډول له پاکستان او ایرانه اېستل شوي.

دغه کمیسیون نن جمعه (د عقرب ۲۳مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان تېره ورځ پنجشنبه هرات کې د اسلام‌کلا، نیمروز کې د ورېښمو پُل، کندهار کې د سپین‌بولدک او ننګرهار کې د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې يو شمېر بېرته راستنېدونکو ته نغدي مرستې، خوراکي توکي او روغتیايي خدمات هم وړاندې شوي دي.

ایران او پاکستان له کلونو راهیسې د افغان کډوالو کوربه هېوادونه دي او د کډوالو نړیوال سازمان د ورکړل شوو مالوماتو له مخې، تېرو دوو کلونو کې له دغو دوو هېوادونو له څلورو میلیون ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام