Asset 1SWN

له ایران او پاکستانه څه باندې ۵زره افغانان رااېستل شوي

کډوال تورخم

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، په تېر یوه ورځ کې ۵زره او ۴۹۵ افغانان له ایران او پاکستانه په جبري توګه ایستل شوي او هېواد ته راستانه کړل شوي دي.

یاد کمېسیون نن چهارشنبه، لیندۍ دولسمه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه کسان د هرات اسلام‌قلعه، د نیمروز ورېښمو پُل، د کندهار سپین‌بولدک، د تورخم او د بهرامچې د لارې افغانستان ته راغلي دي.

کمېسیون زیاتوي چې له ایران او پاکستان څخه پر هغو بېرته‌ګرځېدلو کسانو چې له ستونزو سره مخ دي، نغدي مرستې او لومړني روغتیایي خدمتونه برابر شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په دواړو هېوادونو، ایران او پاکستان، کې روانه ده او هره ورځ زرګونه کسان له سرحدي لارو افغانستان ته بېرته ستنیږي.

له دې مخکې، د ملګروملتونو خبر ورکړی و چې د افغان کډوالو جبري ستنېدنه د افغانستان پر بشري وضعیت او بیا رغونې بهیر منفي فشار راوړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام